سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت ملت ته د حساب ورکولو بهیر پیل کړ

تبصره،کابل، د زمري١٢ مه، باختر

اسلامي امارت  ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام بهير پيل کړى، هغه بهير چې کولاى شي خلک خبر کړي چې  حکومت د تېر يو کال په بهير کې څه لاسته راوړنې لرلې او په  عين حال کې له کومو ستونزو سره مخ و.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛  ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام پيل د شفافيت د بنسټيز کېدو، د حکومت له کارونو څخه د خلکو د خبرولو او له فساد  سره د مبارزې لپاره يو ګام دى.

هغه پروګرام چې د حکومتي ادارو مسوولين د رسنيو له لارې د خپلو فعاليتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي، په دې بهير کې يوازې مثبت کارونه په پام کې نه دي بلکې  د نيمګړتياو منعکس کول هم په پام کې نیول شوي، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام  له فساد سره د مبارزې، د شفافيت د تامينولو او د دولتي ادارو د نيمګړتياوو پېژندلو کې خپل اغېزمنتوب لري، ځکه  د حکومتي ادارو مسوولين د دې ترڅنګ چې  خپل مثبت بريالتوبونه او کارونه بيانوي د خپلو ادارو کمزورتياوې او نيمګړتياوې هم مشخصه وي او خلک ترې خبروي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور لري چې خلک بايد د حکومتي ادارو له کارونو خبر وي او پوه شي چې کومې ادارې ښه او اغيزمن کارونه تر سره  کړي  او کوم بنسټ او يا حکومتي ادارې يوازې د کاغذ پر مخ خبرې درلودې.

د اسلامي امارت په کارونو کې واقعيت او رښتينولي يو اصل دى او خلکو ته  د دې حق ورکوي چې له حکومت څخه پوښتنه وکړي چې څه يي کړي او څه کوي؟

د افغانستان اسلامي امارت په نظر خلکو ته  ډېر ستر خيانت دروغ ويل دي او اسلامي امارت د درواغو او فساد له پديدې سره په جدي مبارزه کې دی، اسلامي امارت غواړي چې په افغانستان کې حکومتوالي هغه ځاى ته ورسېږي چې  فساد او دروغ پکې شتون ونه لري، د ادارو کارونه شفاف او اغيزمن وي  چې د بيوزلۍ د له منځه وړلو او د ډله ييزې سوکالۍ لپاره زمينه برابره شي.

په ټوليزه توګه دغه پروګرام د ښې حکومتوالۍ لپاره او د خلکو د خوښۍ د جلبولو او د هېواد  له اقتصادي او ټولنيز حالت څخه د هغوى د خبرولو لپاره يوه مثبته او معقوله لاره ده  چې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا