سیاست

د دفاع وزارت ويندوى : حالات د وسله والو مخالفينو په ګټه بدلون نه کوي

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٣٠ :
دملي دفاع  وزارت  ويندوى  وايي: د وسله والومخالفينو دبريدونو زياتوالى نه شي کولاى  حالت د هغوى په ګټه بدل کړي .
دغه څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستيو وختوکې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونو زور  موندلي دي او داسې اطلاعات شته چې يوشمير ديني مدرسې په قبايلي سيموکې رخصتې شوې دي او طالبان يې افغانستان ته استول شوي دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي چې نن يې دحکومت درسنيو په مرکزکې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرگنده کړه: زه طالبانو ته په صراحت  سره بيانوم  چې په هيڅ صورت به  حالات  د هغوى په ګټه بدل نه شي. ملي اردو د دې ځواکمني لري چې  هر راز ګواښ شنډ او حالات په خپل کنترول کې ولري.
د جنرال عظيمي دڅرگندونو له مخې: اوس په سلوکې نوي عمليات دملي اردو په غاړه دي. دغه شمير به تريوې  مياشتې پورې په سلوکي سلو ته ورسيږي.
ده وويل: دقندهار ، هلمند، شمالي  اوختيځو ولايتونو امنيتي حالت ښه شوى دى.
جنرال عظيمي ددغه وزارت د داخلي اوتشکيلاتي اصلاحاتو په باب هم خبرې وکړې  او د هوايي ځواکونو په سمبالولو يې ټينګار وکړ  .
ده يادونه  وکړه: دملي دفاع وزارت دهوايي ځواکونو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، خو هلې ځلې کيږي چې دغه ستونزې کمې شي.
ده د سلو مليونو  ډالرو په ارزښت دپنځو انتونوف ډوله الوتکو پيرودلو ته اشاره  وکړه چې دماليې وزارت له بودجې څخه به ورکړى شي .
دغه راز ده يادونه وکړه چې دهوايي ځواکونو د سمبالولو په مقصد به  د امريکا  او د نورو دوستو هيواونو مرستې جلب شي .
په دې غونډه کې چې د ايساف او د ناټو استازو هم ګډون کړى و؛ افغان امنيتي مرکزونو ته د ناټو دپوځي  اډو د سپارلو په باب وويل: يو ګډ کميسيون جوړشوى دى چې له دغو اډو څخه د اغيزمنې استفادې او ستراتيژي ارزښت تشخيص کړي  او هغه اډې چې دستراتيژيکي پلوه ارزښت نه لري او نه شي کيداى دملکي تاسيساتو لپاره ور څخه استفاده وشي؛ ويجاړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته