کابل/ باختر دکب دمياشتې ٩مه نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د (Real Time Data Management) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ .
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په دلګشا ماڼۍ کې جوړشول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ رئیس جوشوا جيبوستوز، یاد قرارداد لاسلیک کړ.
Real Time Data Management سیستم د (۱۰سلنه) مخابراتي خدماتو محصول د راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه ایجادشوی چې د هېواد په کچه به ترې استفاده وشي. داسیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی. د دې سیستم دایجاد اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول د راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باورجلبولو لپاره د مخابراتي شبکو سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عوایدزیاتېږي.
د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیون څخه زیاتې افغانۍراټولې شوي دي . پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل