سیاستخبرونه

اسلامي امارت هېوادوالو ته د هوساینې او لا ښه ژوند زمینه برابروي

کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن د ازادې مبارزې افغان لوبغاړي احمدولي هوتک سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې ډاکتر ملا عبدالواسع احمدولي هوتک ته د روسي سیال پر وړاندې د نوموړي د بریا او اتلولۍ مبارکي وویله او زیاته یې کړه، موږ پرتاسو ویاړو چې هیواد او هیوادوالو ته خوښۍ، ویاړونه او اتلولۍ راوړۍ.
احمدولي هوتک د مننې په څرګندولو سره وویل، زموږ په بریا ټول هیوادوال خوښي څرګندوي او د خلکو خوښي موږ ته لومړیتوب او زیات ارزښت لري او د خلکو خوښي انرژي او ښه احساس را کوي. هغه زیاته کړه، په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین ټول هیوادوال خوښ دي او د ارامۍ احساس کوي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس وویل، چې هرڅوک باید د هیواد په ابادۍ او سرلوړۍ کې ونډه واخلي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د تعلیم، اقتصاد، چاپیریال ساتنې او ورزش د برخې د ستونزو په هوارولو سره هیوادوالو ته د هوساینې او لا ښه ژوند زمینې برابرې کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا