ټولنه

په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شهيدانو د اوونۍ په مناسبت د قرانکريم ختم وشو

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۱۹ مه
په قندهار ولايت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا د شهيدانو د اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې د هيواد ټول شهيدان د قدر وړ او د دې خاورې او ولس رېښتيني بچيان وبلل شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
سرتېرو د قرانکريم د ختم په مراسمو کې د هېواد ټولو شهيدانو ته په ځانګړي ډول د پوځ په ليکو کې قرباني شويو شهيدانو روح ته دعاوي وکړې.
د ختم وروسته د قول اردو مرستيال عبدالرحمن پرواني په خپله وينا کې، د هېواد ټول شهيدان اتلان وبلل او د هېواد لپاره یې د هغوی قربانۍ او کړي خدمتونه وستايل.
د ختم وروسته ټول سرتېري په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شهيدانو څلي ته ورغلل، او هلته يې د ګلانو ګيډۍ کښېښولې او د ټولو شهيدانو پاک روح ته يې دعاوې وکړې.
د يادولو ده، چي د شهيدانو اوونۍ د مرکز کابل تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ونمانځل شوه، او په هېواد کې یې د هغوی خدمتونه او لاسته راوړني وياړونه وبلل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته