کابل /دوري ٤مه /باختر:
څلور وسله وال طالبان پرون په زابل کې ووژل شول .
د هېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو يوه افسر باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت د شاجوى ولسوالۍ پر لويه لاره يې دامنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.
سرچينه زياتوي چې په نښته کې د دښمن دوه موټرسايکلونه اويوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شول.
ختم_ شکريه _اکرم