(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د وروستۍ اعلاميې په اړه غبرګون وښود

کابل، د وري ۲۳مه، باختر

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له لوري وروستۍ خپرې شوې اعلامیې ته غبرګون څرګند کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلاميه نشر کړې، چې اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې ملګرو ملتونو خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی دی).

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې (اسلامي امارت نه غواړي، چې ملګرو ملتونو ته خنډونه رامنځته کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده، چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي).

ذبیح الله مجاهد همدارنګه ويلي، چې دا پريکړه په دې معنا هم نه ده، چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي؛ بلکي موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او عليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او  فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي، چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي او سفري محدودیتونه یې وضع کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ويلي چې د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي ترڅو افغانستان وکولای شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودریږي

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا