سیاست

جمهور رييس غني ديو هيئت په مشرى لوګر ته ورسېد .

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
دهېواد جمهور رييس   محمد اشرف غني  ديو هيئت په مشرى لوګر ته سفر وکړ .
  لوګرته دجمهور رييس  دسفر هدف ددغه ولايت  دامنيتي حالت  څېړنه  بلل شوې ده .
ټاکل شوې ده جمهور رييس  لوګر ته  دخپل سفر په بهير کې له ملکي او پوځي  مقاماتو سره  دکتنې تر څنګ له ديني عالمانو ، قومي مشرانو او ځوانانو سره وګوري  او په بېلابېلو برخو کې  ددوى  غوښتنې او پيشنهادونه  واوري .
دباختراژانس خبريال  له پل علم ښار څخه دسيمه ييزو مقاماتو له خولې خبرراکړ چې جمهور رييس   په خپل دغه سفر کې  دعمومي حالاتو دڅېړنې تر څنګ  ددغه ولايت  دبيا رغاونې اوپراختيا او د خلکو دامنيت دتامينولو د بهير په  باب  له سيمه ييز ومقاماتو او قومي مشرانو سره  وګوري .
دجمهوري رياست درسنيو دفتر هم دېوې خبرپاڼې په خپرولو سره لوګر ته دجمهور رييس دسفر خبرورکړى دى .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته