
کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکيې او سوريه کې د شوې زلزلې له کبله له يادو هېوادونو سره ژوره غم شريکي څرګنده کړه.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې:(د افغانستان اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له کبله چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي زيانونه یې هم اړولی، له خپلو مسلمانو وروڼو هېوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او حکومت په استازیتوب ژوره غمشریکي ښيي.)
په خبرپاڼه کې له اسلامي هېوادونو او نړيوالو خيريه بنسټونو او سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې د دغې پېښې له قربانيانو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په يادو هېوادونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله سلګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
افغانمل