امنیت

د بدخشان په ارغنجخواه کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شو

فیض آباد /دغويى۲۲/ باختر
امنیتي ځواکونو د بدخشان په ارغجخواه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید په شا وتمباوه او د طالبانو ٦ غړي یي ووژل .
د۲۱۷ پامير قول اردو ویاندعبدالهادي نظری باختر آژانس ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د چوک بند او دشت پن په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول .
نظري زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور یې ټپیان شول او نور طالبان له ساحې وتښتېدل .
ویل کېږي چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني طالبان هم شامل و .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته