سیاست

د جمهور رييس له مرستيال سره د ناتو د جګپوړي ملکي استازي کتنه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
په افغانستان کې د ناتو د سازمان جګپوړي ملکي استازي نن د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او د دغه سازمان د فعاليتونو رپوټ يې وړاندې کړ.
د جمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د ناتو له غړو هيوادونو سره د افغانستان اړيکې ستراتيژيکي دي او د افغانستان حکومت فوق العاده ارزښت ورته ورکوي .
ده په ځانګړې توګه د امنيت په برخه کې د افغانستان د ستونزو د بيانولو په ترڅ کې د هيواد له امنيتي ځواکونو سره د دغه سازمان د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
قانونپوه سرور دانش دغه راز د سيمې د بحراني حالت او په دې سيمه کې د تروريستي ډلو د شتون په باب وويل چې له بده مرغه حالت د تيرو وختونو په نسبت خراب شوى دى او دغه مسئله د دې غوښتنه کوي چې نړيواله ټولنه زياته پاملرنه وکړي.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز وويل: په تيرو کلونوکې د افغانستان د دولت او د نړيوالو همکارانو له هڅو سره سره لا تراوسه پورې هم په ځانګړې توګه د امنيتي ارګانونو په برخه کې د پوځي او ترانسپورتي تجهيزاتو او وسايلو په برخه کې جدي ستونزې شته.
ده ټينګار وکړ چې د ناتو غړي هيوادونه کولاى شي د تروريستي ډلو ملاتړي هيوادونه ترفشار لاندې ونيسي چې د دغو ډلو د عمل د آزادى مخه ونيسي.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز د وروستيو يرغمل نيونو مسئلې ته اشاره وکړه او هغه يې له نورو جګړو څخه متفاوته وبلله، ځکه د ده په خبره دغه شان جنايتونو په خاص قومي او مذهبي ډلې بريد کړى دى.
ده د روان کال د لړم د مياشتې د شلمې نيټې مظاهره د خلکو د روحي او رواني فشارونو زيږنده او دغه راز برحقه وبلله او ويې ويل: موږ د خلکو د ټولو غوښتنو په تېره بيا په امنيتي برخه کې موافقه لرو او هلې ځلې کوو چې دغه غوښتنې ترسره شي.
د جمهور رييس مرستيال د حکومت د مشرتابه د غړو ترمنځ اړيکې ډيرې دوستانه او صميمانه وبللې او څرګنده يې کړه: موږ په ښه توګه په دې پوهيږو چې له همغږۍ او پيوستون پرسر نه شو کولاى هيواد له اوسني حالت څخه وژغورو.
ده هيله وکړه چې د ټاکنې کميټه په ډير لنډ ممکن وخت کې خپل کارپيل کړي او د انتخاباتي اصلاحاتو بهير به ګړندى شي.
په دې کتنه کې د ناتو جګپوړي ملکي استازي هم  د اوسني سياسي بهير له امله د خوښۍ په څرګندولوسره د افغانستان له دولت سره د ناتو د سازمان غوڅ ملاتړ اعلام کړ او ويې ويل: موږ به هيڅکله د افغانستان خلک يوازې پرې نږدو او په افغانستان کې د ناتو د يوې برخې ځواکونو شتون ته به دوام ورکړو .
ده دغه راز د هدفمندو او ځنځيري يرغمل نيونو له امله انديښنه څرګنده کړه او په زابل ولايت کې زموږ د اوو تنو هيوادوالو د مظلومانه شهادت له امله يې د افغانستان خلکو د حکومت مشرتابه هيئت او د جمهور رييس مرستيال ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته