امنیت

شپږ وسله وال طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٤مه/باختر
د طالبانو د یوه سیمه يیزقوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې ووژل شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د المار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوځیانو په هوایي بریدونوکې ووژل شول او ۱۸ نور يې ټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې په وژل شویوکې د طالبانو سیمه ییزقوماندان ملا ظریف هم شامل دی.
د سیمې د خلکو د څرګندونو له مخې، د دغو هوايي بریدونو په پایله کې څو دُکانونه هم سوځېدلي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته