سیاستخبرونهټولنهTOP

اسلامي نظام د ولسونو د قربانیو او مبارزو په پایله کې ټينګ شوی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې، د خوست ولسي شورا مشر مولوي فیض محمد او یو شمېر نورو ویناوالو د اسلامي نظام په ټينګښت خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې خلک د مجاهدینو له نیکې رویې، نظم او پر وخت د خلکو ستونزو ته له رسېدو خوښ دي.
هغوی وویل، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړي او ورسره همکار دي، خو لا هم په ځينو مواردو کې ستونزې شته او هيله يې وښوده چې د اسلامي امارت رهبري ورته توجه وکړي. هغوی یو شمېر وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وويل، تاسو د اوسني جهاد او د تاریخ په اوږدو کې د ازادۍ مبارزه کې فعاله ونډه اخيستې ده.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، چې اسلامي نظام د ولسونو د قربانیو او مبارزو په پایله کې ټينګ شوی او ډاډ يې ورکړ، چې اسلامي امارت به د لويې پکتيا د ستونزو حل په اړه مناسب اقدامات وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا