-کابل باختر دوري اوولسمه
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د متحدو ایالاتونو د پوځ د انجینرۍ څانګې Army Crops of Engineers له مشر ډګر جنرال ټاډ سیمن سره وکتل.
داجرائئه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان د ننه د امریکايي پوځ لخوا د پرمختیايی پروژو پر اوسني وضعیت او راتلونکي باندې بحث وشو.
دغه امریکايي جنرال وویل، چې دوی د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ساختماني همکاریو ترڅنګ په ملکي برخو کې هم فعالیت کړی او تر دې وروسته به دوام پیدا کوي.
ده زیاته کړه، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د کجکي بند توسعه ددوی له فعالیتونو څخه دي او هلته یې هم د اوبو لګوني او هم د برېښنا د تولید لپاره کار کړی.
هغه همداراز یادونه وکړه، چې د قندهار په شاولیکوټ کې د دهلې د اوبو بند د توسعې د کار لومړۍ برخه هم دوی تکمیله کړې او د دوهمې برخې لپاره یې باید د اسیا له پرمختیايي بانک سره کار وشي.
اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې کتنه کې د امریکايي پوځ د انجینرۍ څانګي له مشر څخه د هغوی د فعالیتونو له خاطره مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې همکارۍ باید دوام پیدا کړي.
ده یادونه وکړه، چې ناتکمیلې پروژې باید بشپړې او د حفظ و مراقبت لپاره یې اساسي ګامونه واخستل سي، څو د اوږدې مودې لپاره د افغانانو په درد وخوري.
0 1 دقیقه لوستل