سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلام آباد د افغاني محصولاتو ټرانزيت لپاره آسانتياوې رامنځته کوي

۲۲- کابل، د وږي ١٧ مه، باختر
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې د همکارۍ روحيه غوره کړې او دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او د ترانزيتي همکاريو د پياوړتيا لپاره ګټور دى.
د باختر آژانس مبصر ليکي: د پاکستان حکومت يوه نوې لايحه تصويب کړې، چې د افغانستان د ترانزيت لپاره آسانتياوې رامنځته کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې خبرځايونه وايي اسلام آباد داسې يوه لايحه تصويب کړې، چې د هغه پر بنسټ به د افغانستان په ترانزيت کې آسانتياوې رامنځته شي.
د دغې لايحې له مخې افغانستان کولاى شي د خپل تجارتي مالونو کانتينرونه د پاکستان په بندرونو کې تبدیل کړي، چې دا کار د مالونو د لېږدونې لګښت کموي او سوداګر به د جريمې ورکولو ته اړ نه شي.
مخکې له دې افغان سوداګرو په پاکستان کې د لارې د تړلتيا په دليل تل د کانتينرونو د کرايې له پلوه میليونونو ډالره زيان ليدلی، نوې لايحه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا په لور يو مثبت ګام دى چې د دواړو هېوادونو سوداګرو د دې لايحې هرکلى کړى دى.
افغانستان خپل زيات صادراتي مالونه پاکستان او يا د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدوي چې پخوا د ترانزيت او ګمرکي خدمتونو په برخو کې د ستونزو د شتون په دليل زموږ سوداګرو ته زيات زيانونه اوښتي او آن ويلى شو چې د پاکستان په تګلوري کې سوداګري او ترانزيت زياتره په سياسي مسئلو محاسبه شوې ده او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره يوه منفي ضربه وه.
سوداګري يوغير سياسي کار دى چې زياتره د اقتصادي ګټو له مخې محاسبه کيږي او سياست په کې ځاى نه لري او دا يو واقعيت دى چې تجارتي اړيکې د دوه اړخيزو ګټو اقتصادي همکاريو او فرصتونو پر بنسټ زموږ د هېوادونو د خلکو په ګټه پيليږي چې هغه بايد په تنګ او تياره سياسي نظر محاسبه نه شي.
پخوا د افغاني مالونو د ترانزيت په تګلوري کې د ستونزو رامنځته کول او يا هم د افغانستان د مېوو د راټولولو په وخت کې د ستونزو رامنځته کول د دې سبب شوي، چې د افغانستان زياتره صادراتي اقلام چې ميوې او سابه په کې شامل دي په لېږدونې کې د ځنډ په دليل خوسا شي او له دې پلوه افغان سوداګرو ته زيات زيانونه ورسيږي.
د دغه شان دريځ غوره کول د تجارتي راکړې ورکړې له کمښت او له اقتصادي زيانونو پرته بله کومه پايله نه لري، خوښي په دې کې ده چې پاکستان هم دې نتيجې ته رسېدلى، چې سوداګري او ترانزيت د ګټې له زاويې څخه د دواړو لورو په ګټه محاسبه کوي او دا د دواړو هېوادونو لپاره د تجارتي او اقتصادي همکاريو د دوام لپاره يو ښه خبر دى.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا