
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۵ مه، نړۍ
وروسته تر هغې چې د استرالیا په وخت نن سهار وختي د امریکایي پوځ یوه v-22 اوسپرې هلیکوپټرد دغه هېواد په شمال تایوي ایسلنډ کې داروېن ښار ته نږدې راولوېده، چاواکي وایي په دغې پېښه کې درې امریکایي سمندري پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، چې د پنځو تنو یې روغتیایي وضعیت سخت او دا مهال په داروېن کې تر درملنې لاندې دي.
پېښه د تمریناتو پر مهال زرامنځته شوې او هلیکوپټر کې ټولټال ۲۳ پوځيان سپاره وو.
اسټرالیایي او امریکایي چارواکو پر پېښه خواشیني ښودلې او په دې اړه یې د څېړنې کولو خبر ورکړی دی.
اسټرالیا او امریکا په سیمه کې دوه پوځي ملګري دي، چې وخت ناوخت ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د جګړو پر مهال د یو اوبل ملاتړ هم کړی دی.