کابل باختر د ليندى دولسمه :
هندوستان په ننګرهار ولايت کې څه دپاسه زرو اړو کورنيو سره دغنمو مرسته وکړه .
په دې دوره کې په هرې کورنى څلور منه غنم وويشل شول .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دهند په نويو مرستو کې پرون او نن په څه دپاسه زرو کورنيو درې سوه يو څلويښت ټنه غنم وويشل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې زياتره دغه کورنى د حصارک او دمومند درې اوسيدونکي دي چې زياتره دداعشيانو او طالبانو دشتون له امله دخپلو کورنو خوشي کولو ته اړ شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ