
کابل، ۱۱مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پنځم منار د بیا رغونې له چارو لیدنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه منار څخه د لیدنې پرمهال مهاجر فراهي وویل، چې اوسمهال د هېواد يو شمېر تاريخي آبداتو د ساتنې چارې روانې دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد ټولو تاریخي آبداتو ساتنې ته ژمن دی.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې د پنځم منار د بیارغولو چارې له ځنډ پرته په ښه توګه پرمخ روانې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د یاد منار د کار له بشپړېدو وروسته به د دغه ولايت د جامع جومات د جوړولو چارې هم پيل کړي.
لمر