ورزش

دافغانستان د دولس کلنوځوانانو د فوټبال ټيم د جنوبي کوريا په جشن کې اتل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د هيواد د دولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي ټيم د جنوبي کوريا د جشن اتل شو.
د فوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دولس کلنو ځوانانو د فوټبال جشن چې درې ورځې مخکې په جنوبي کوريا کې پيل شوى و؛ د افغانستان د دولس کلنو ځوانانو د ملي ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيد.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې جشن کې جنوبي کوريا چې د دغو سياليو کوربه و؛ دويم او ختيځ تيمور دريم مقامونه وګټل.
د يادونې وړ ده چې افغانستان په (ب) ګروپ کې درې لوبې ګټلې وې او يوه لوبه يې برابره پاى ته رسولې وه او په دغو سياليوکې له اوو آسيايي هيوادونو څخه مخکې او اتل شو.
ټاکل شوې ده د هيواد د دولس کلنو ځوانانو د ملي ټيم ورزشکاران سبا کابل ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته