
کابل، د سلواغې ٣مه، باختر
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د خلکو د فرهنګ، ملي آرشیف، تاریخي آبداتو، عامه کتابخانې، لرغون پوهنې، ملي موزیم، هنرستان، ترنم، افغان فلم او ملي تیاتر د مسوولینو ګډون اداري ناسته ترسره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه ناسته کې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د ترسره شويو فعالیتونو او لاسته راوړنې مشخصې او ورسره ننګونې او نیمګړتیاوې په ګوته کړل شوې.
په دغه ناسته کې مولوي عتيق الله عزیزي د یادو مسوولينو د ترسره شوو مثبتو کارونو ستاینه وکړه او د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې ژمنه وکړه، چې د وزارت د سرپرست په مرسته او لارښوونه به ورته د حل لارې چارې ولټوي.
په ناسته کې د راتلونکي ۱۴۰۲ کال د تشکیلاتو او بودیجوي مسائلو برخه کې هم د مسوولینو نظریات واورېدل شول او د ورېښمو لار تر عنوان لاندې د فرهنګي او اقتصادي نندارتون پر جوړېدو هم پرېکړه وشوه، چې دغه نندارتون به د هېواد سلګونو پانګوالو په مرسته جوړ شي.
لمر