خبرونهفرهنګTOP

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له (MFC) څخه د افغانستان د غړيتوب لغوه کېدل وغندل

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (له رسنيو څخه د ملاتړ د نړيوال ايتلاف) څخه د افغانستان د غړيتوب لغوه کېدل په کلکو ټکو وغندل.
د ياد وزارت سلاکار او وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د بیان ازادۍ او د رسنيو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړی زياتوي، چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (له رسنيو څخه د ملاتړ د نړيوال ايتلاف)څخه د افغانستان د غړيتوب د لغوه کیدو يو طرفه اقدام په کلکو ټکو غندي او په افغانستان کې د شته واقعيتونو څخه ناخبري يې بولي.
هغه همدا رنګه ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې شته واقعيتونه درک او حقايقو ته انعکاس ورکړي او په افغانستان کې د رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له پراخو فعاليتونو څخه خبر شي.
سرچينې له رسنيو څخه د ملاتړ نړيوال ايتلاف څخه غوښتنه کړې، چې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين هم د ياد ايتلاف هغه ادعا رد کړې وه، چې ګواکې په افغانستان کې پر رسنيو محدوديتونه وضعه شوي دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا