سیاست

دجمهور رييس فرمان

کابل باختر د ثور اوومه :
دجمهور رييس  فرمان 
دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب ددرې ويشتمې کاليزې په مناسبت دمحجوزينو اوبنديانو دمجازاتو دتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان .
دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې په ١٨ فقره کې له ليکل شوې حکم سره سم او دجزايي اجرااتو دقانون د ٣٥٤ مادې دلومړي فقرې  دڅلورم جز په رعايتولو سره او دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب ددرې  ويشتمې کاليزې په مناسبت  دهغو محکومينو ( ملکي او نظامي په ګډون )  دحجز  او بند دمجازاتو تخفيف او بخښنه چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې د محکمو په قطعي او وروستي حکم محکوم شوي دي په دې ډول منظورم .
  دمحجوزينو  دمجازاتو تخفيف او بخښنه
لومړۍ ماده :
١-)  هغه محجوزين  چې تر دوو کلونوپورې  دحجز  په مجازاتو محکوم شوي دي دتيرې شوې  مودې په پام کې نيولو پرته دې ددوى دمجازاتو پاتې موده وبخښل شي او له حجز  څخه دې ازاد شي .
٢-)  هغه محجوزين چې له دوو کلونو  څخه تر پنځوکلونوپورې په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپلو مجازاتو دريمه  برخه موده يې په حجز  کې تيره کړې وي  ددوى دمجازاتو پاتې برخه دې وبخښل شي اوله حجز  څخه دې ازاد شي .
٣-)  هغه محجوزين  چې له پنځوکلونو څخه زيات د حجز  په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپلو مجازاتو نيمايي موده يې په حجز کې تيره کړې وي ددوى دمجازاتو  پاتې  موده دې وبخښل شي اوله حجز  څخه دې ازاد شي .
٤-)  ددغې مادې په لومړۍ فقره کې ليکل شوي محجوزين چې په دې فرمان کې دبخښنې  له ليکل شويو ښيګڼو  څخه نه مستفيد کيږي ، ددوى دحجز  نيمايي موده دې تخفيف  شي .
٥-)   هغه محجوزين  چې ددغې مادې له  دويمه او دريمه فقره کې   په ليکل شويو کته ګوريو کې  نه شامليږي ، ددوى دحجز  په موده کې دې يو نيم کال تخفيف  راشي .
دعمر لوړوالى
دويمه ماده :
هغه ښځينه بنديانې چې څه ناڅه نهه څلويښت کلنۍ عمر او هغه نارينه چې دنهه پنځوس  کلنۍ عمر يې بشپړ کړى وي او تر پنځوکلونو پورې په بند محکوم شوي دي ددوى د مجازاتو موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي .
دبنديانو دمجازاتو تخفيف اوبخښنه
دريمه ماده :
١_  هغه ښځينه بنديانې چې تر دووکلونو پورې او هغه نارينه بنديان چې تر يوکال پورې په بند محکوم شوي دي دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي .
٢_  هغه ښځينه  بنديانې چې تر دوو کلونوپورې او هغه نارينه بنديان چې له يوکال  څخه تر پنځو کلونوپورې په بند محکوم شوي دي  په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه  برخه يې په جيل کې تيره کړې وي ددوى دمجازاتو پاتې  موده دې وبخشل شي  او له بند څخه دې ازاد شي .
٣_  هغه بنديان چې تر لسو کلونوپورې په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دريمه برخه مجازات يې په جيل کې تيره کړي وي ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي  او له بند څخه دې ازاد شي .
٤_  هغه بنديان چې ددغې مادې په  لومړي ، دويمه او دريمه فقرو کې  په ليکل شويو ګته ګوريو کې  نه شامليږي ددوى دبند دمجازاتو په موده کې دې په دې ډول تخفيف راشي .
  ١–  ددې مادې په لومړي او دويمه فقروکې دليکل شويو بنديانو په مجازاتو کې ددوى د بند له څلورو برخو څخه درې برخې موده .
٢–  ددغې مادې  په  دريمه فقره کې دليکل شويو بنديانو په مجازاتو کې يوازې يوکال .
٣–  له لسو څخه تر پنځلسوکلونو پورې  دبنديانو  په مجازاتو کې  ،  يوازې اته مياشتې .
٤–  له پنځلسوکلونو څخه زيات  دبنديانو په مجازاتو کې  ،  يوازې شپږ مياشتې .
دقطعې دبند دمجازاتو بخښنه
څلورمه ماده :
دملي اردو ، ملي پوليسو  هغه  افسران ،  بريدملان  ( ساتنمنان )  اوسرتيري  ،  دملي امنيت  دلوى رياست  او دنورو وزارتونو او ادارو  منسوبين  چې نظامي تشکيلات  لري  او تريوکال پورې په اړوند قطعاتو کې  دتنفيذي بند  په مجازاتو  محکوم شوي دي  ، په هغه صورت کې چې  دخپل بند دمجازاتو نيمايي موده يې په قطعه کې  تيره کړى وي  ، ددوى دمجازاتو  پاتې موده دې وبخښل شي  او له بند څخه دې ازاد شي .
دتخفيف اوبخښنې  دمحدوديت او ممنوعيت حالات
پنحمه ماده :
١)_  دغه بنديان ددغه فرمان دبخښنې له ښيګڼو څخه  استفاده کولى نه شي  .
١-  دجزايي اجرااتو دقانون د٣٥٠ مادې په دويمه فقره کې دليکل شوي جرمونو  محکومين چې درسمي جريدې د ١٣٩٣ کال په ١١٣٢ګڼه کې خپور شوي دي .
٢_  دشوکمارۍ ٠ قطاع الطريقي ) دجرمونومحکومين .
٣_  دجزا دقانون  په  ٤٥٥، ٤٥٦او ٤٥٧مادو کې  دليکل شوي وسله والې غلا  دجرمونومحکومين  .
٤_ هغه محجوزين او بنديان  چې په  بند سربيره  متضرر ته  دمال په رد يا دتاوان په جبيره کولو محکوم شوي دي  ،  خوداچې  دمحکوم بها وجهه  يې  ورکړي دي .
٢-) دغه بنديان  ددغه فرمان  دتخفيف له ښيګڼو څخه  استفاده  نه شي کولى .
١_  له پنځوکلونو څخه زيات ترلسو کلونو پورې دحجزيا بند په مجازاتومحکومين چې  له دريو برخو څخه دوه برخې اويا له دې څخه زيات  ددوى مجازات  او له لسوکلونو څخه زيات  په حجز  يا بند محکومين  چې  ددوى دمجازاتو نيمايي  يا زيات دبخښنې او تخفيف  دپخوانيو فرمانونوله امله  تخفيف شوي وي .
٢_  داعدام په جزا  هغه محکومين  چې مجازات يې په بند بدل شوى وي  .
٣_  دقصدي وژنې  ، تښتونې  ، يرغمل نيونې او داداري فساد  دجرمونو  محکومين  ، خوداچې  دوژنې په جرم کې دمقتول  ورثې  ابرا کړې وي او دتښتونې  اويرغمل نيونې  په جرم کې  تښتول شوې  يا يرغمل شوې  شخص ازاد شوى وى  او داداري فساد په جرمونوکې  ترلاسه شوي  مال  يا ګټه  له قانون سره سم  اعاده شوى وي .

٤_ هغه محجوزين اوبنديان  چې دغلا ،  تير ايستلو يا په امانت کې دخيانت دجرم په ترسره کولو سره په بند سربيره ،  دمال په رد يا دتاوان  په جبيره کولو هم محکوم شوي دي  ددغه فرمان  په لومړۍ ماده او ددريمې مادې  په څلورمه فقره کې دليکل شوي تخفيف  له ښيګڼو څخه په دې ډول  ګټه اخلي .
_  متضرر ته  دمحکوم بها دوجه  دورکولو په صورت کې ،  له ټول تخفيف څخه .
_  متضرر ته  دمحکوم بها دوجه د نه ورکولو په صورت کې ،  له  نيمايي تخفيف څخه .
٣-)  دغه بنديان په دغه فرمان کې  دليکل شوې بخښنې اوتخفيف  له ښيګڼو څخه استفاده نه شي کولى .
١_  دجزا دقانون د٤٢٧ مادې په دويمه فقره او په ٤٢٨ او ٤٢٩مادوکې دليکل شويو جرمونو او دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي  دبندولو دقانون  په ١٧_ ٢٠ _ ٢١او ٢٢ مادوکې  ليکل شوي  جرمونه .
٢_  دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف  دجرمونواو دتروريستي جرمونو محکومين .
٣_  دعسکري  دجزا دقانون  په ( ١٥-١٦-١٧-١٨-١٩-٢٤-٣٤-٣٥او ٣٨ ) مادو کې دليکل شويو جرمونو  محکومين  چې  درسمي جريدې د ١٣٨٧ کال  په  ٩٤٤ ګڼه کې  خپور شوى دى  او  دعسکري  دجرمونو دقانون په ١٥-١٧-١٨-١٩-٢٠-٣٧-٣٨او ٤١ مادو کې دليکل شويو جرمونو محکومين چې درسمي جريدې د١٣٦٥کال په ٦٠٤ګڼه کې  خپور شوى دى .
د حکم قطعيت
شپږمه ماده :
دحکم قطعيت  د قضايه قوې  دتشکيل  او صلاحيت دقانون  د څلورمې مادې  دلسم جز له مخې دمحکمې دحکم دصادريدو له نيټې څخه اعتبار لري .
دحق العبدي  ددعوا اقامه ::
اوومه ماده
  ددغه فرمان  دحکمونو تطبيق  داشخاصو دحق العبدي ددعوا داقامه  مخه  نه نيسي .
  دښځينه محجوزينو او بنديانو  تسليمي
اتمه ماده
١_  دجيلونو ادارې او دماشومانو داصلاح او روزنې  مرکزونه  مکلف دي محجوزين  ( نارينه اوښځينه ) او هغه ښځينه بنديانې چې ددغه فرمان له حکمونوسره سم  له حجز يا بند څخه ازاديږي  ، له احوالو سره سم  ددوى  ميندو او پلرونو ،  قانوني ممثل اويا شرعي محارمو ته  وسپاري .
٢_  دکار او ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت  مکلف دى  هغو محجوزينو ته  چې ميندې اوپلرونه ،  قانوني ممثل  يا شرعي  محارم نه لري  ،  په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي .
٣_  دښځو دچارو وزارت مکلف دى  هغو ښځينه بنديانو ته چې  ددغه فرمان له حکمونوسره سم  له بند څخه ازاديږي  ددوى  په رضايت ددوى  دشرعي محرم تر پيداکيدو پورې  ، په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي .
تطبيقوونکي مرجع
نهمه ماده
  ددغه فرمان  دحکمونو  د عملي کولو په مقصد  په هر ولايت کې  په دې ترکيب  يو کميسيون جوړيږي .
١_  دازادي دسلب څارنوال  درييس په توګه .
٢_  دملي امنيت دلوى رياست استازي  دغړي په توګه
٣_  دبنديانو په برخه کې دجيل آمر دغړي په توګه
٤_  دمحجوزينو په برخه کې دماشومانو داصلاح  او روزنې دمرکز آمر دغړي په توګه
٥_ دملي اردو دبنديانو په برخه کې دملي دفاع وزارت استازي دغړي په توګه
٦_  دښځينه محجوزينو اوبنديانو په برخه کې دښځو دچارو وزارت استازي  دغړي په توګه .
٧ _ دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازي دغړي په توګه
درپوټ وړاندې کول
لسمه ماده
١_  ددغه فرمان  په نهمه ماده کې ليکل شوى کميسيون مکلف دى دجنسيت  ،  دمحکومينو  دکته ګوري ٠( محجوزين اوبنديان ) او داجرااتو دبشپړولو دنيټې په تفکيک سره  ټولو استفاده کيدونکو په ګډون  خپل کاري رپوټ  دکورنيو چارو وزارت  او دجمهوري رياست دچارو دادارې  لوى رياست ته  وړاندې کړي .
٢_  دسترې محکمې دقطعي  او وروستيو حکمونو  پر تطبيق باندې دڅارنې رياست په سمه او دقيقه توګه اويوشان  ددغه فرمان دحکمونو  عملي کول  په جدي توګه څارى .
انفاذ
يوولسمه ماده
دغه فرمان د ١٣٩٤ کال  دثور دمياشتې له اتمې نيټې څڅه  نافذيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته