خبرونهفرهنګTOP

اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: هغه سیاسي لارې دې پرېښودل شي چې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا د خنډ او ځنډ سبب کېږي

کابل، لېندۍ ۱۰ مه، باختر

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه د امام ابو حنیفه (رح) تر عنوان لاندې ملي او نړیوال نندارتون ته په وینا کې ویلي، هغه سیاسي لارې دې پرېښودل شي چې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا د خنډ او ځنډ سبب کېږي.

د اطلاعات او فرهنګ وزیر په نندارتون کې له ټولو کورنیو او بهرنیو ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه کړې چې په دغه ستر او اقتصادي نندارتون کې يې کډون کړی. هغه ویلي چې د دغه نندارتونو په جوړېدو سره د افغانستان اسلامي امارت ثابته کړه چې د هېواد اقتصادي پياوړتیا ته پوره پوره ژمن دی.

ښاغلي خیر خواه زیاته کړه چې د هېواد لاسي او ماشیني صنایعو ته دې د بازار موندنې او بهر ته د لېږد زمینه برابره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي: “راځئ چې هغه سیاسي لارې پرېږدو چې زموږ د اقتصادي لارو د پیاوړتیا  د خنډ او ځنډ سبب ګرځې.”

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه ویلي، هغه کسان د جامعې مخکښان دي چې د خپل هېواد د اقتصاد د پياوړتيا او ودې او د خلکو د هوساينې لپاره کار کوي.

هغه پر پانګه والو غږ وکړ چې د دښمنانو د پوچو تبليغاتو ښکار نه شي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

هغه په هېواد کې خصوصي سوداګریز سکتور ستایلی چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او هغوی ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د “امام ابو حنیفه” په نامه لومړنی ملي او نړیوال سوداګریز نندارتون د څه باندې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون نن په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو. دغه نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې جوړ کړی، د ۸ ورځو لپاره به (د لېندۍ له ۱۰مې تر ۱۷) پورې د خلکو پر مخ پرانیستی وي.

ن.ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا