فرهنګ

په بلخ کې رسنۍ او ورزشکاران وستايل شول .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
رسنۍ او ورزشکاران نن  دبلخ ولايت  د ورزش درياست له خوا  وستايل شو ل
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه  دبلخ ولايت  ورزشي رييس  محمد ابراهيم عثماني دسيمه ئيزو رسنيو او ورزشکارانو ستاينه ،ورزش ته  د ځوانانو هڅونه او دورزشي خبرونو د خپرولو په خاطر دبلخ دسيمه ئيزو رسنيو داطلاع رسولوله امله قدرداني وبلله .
عثماني وويل  ښځينه ورزشکارانې چې په کابل کې  د فول رزم په سياليو کې لومړى مقام ګټلى دى او بلخيانو ته يې  وياړ راوړلي دى هم وستايل شول .
  دغه راز په دې غونډه کې دبلخ دوالي  ددفتر رييس  فياض مهر ائين له ورزشکارانو سره  دهر راز همکارۍ  ژمنه وکړه او له ټولو ورزشکارانو څخه يې وغوښتل چې ورزشي اخلاق رعايت کړي . او د ناسالمو سياليو څخه ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته