امنیت

دهرات ولايت درې تنه پوليسان دلويديځ زون داداري فساد له جرمونوسره دمبارزې دابتدائيه محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول .

دغه کسان چې دهرات ولايت دپوليسو منسوبين دي له وظيفوي  صلاحيت څخه دناوړي  استفادې په تور په علني قضايي غونډه کې چې دلويديځ زون له اداري فساد له جرمونوسره  دمبارزې دابتدائيه محکمې  درييس قضاوت  مند شير اقا منيب په مشري جوړه شوې وه په مجازاتو محکوم شول .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې  يو له دغو کسانو څخه دعسکري جرمونو دقانون د ٤٢  مادې د لومړي فقري دلارښوونې له مخې په درې کاله تنفيذي  بند او دوه تنه نور يې دعسکري جرمونو قانون د  ٤٢ مادې له مخې ددغه قانون د ٤ مادې  او دجزا دقانون د ١٤٤  مادې په پام کې نيولو سره هر يو يې ديو کال او شپږو مياشتو په تنفيذي  بند محکوم شول .

 قضاوت مند شيراقا منيب  په حکم دنه قناعت په صورت کې  ددغو تورنو کسانو داستيناف   غوښتنې حق خو ندي اعلام کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته