خبرونهروغتیا

خلک د دولت اباد ولسوالۍ روغتون  د تړل کېدو له امله شکايت کوي

 کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر

د دولت اباد ولسوالۍ د مرکزي روغتون د پرانستلو لپاره  د پلخ  د عامې روغتيا  رياست د مسوولينو هلې ځلې دوام لري.

د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خپرله مخې؛ د دولت اباد ولسوالۍ مرکزي روغتون چې له يوې مياشتې راپديخوا د وروستيو ناامنيو له  امله  تړل شوى دى د دغې ولسوالۍ خلک  له جدي ستونزو سره مخ دي  او خپل ناروغان د درملنې  لپاره د ښار روغتونونو ته لېږدوي

په بلخ کې  مدني بنسټونو د دغه ٥٠ بستريز روغتون  د تړل کېدو په وړاندې  غبرګون وښوده  او هغه يې د ټولو انساني اوحقوقي  معيارونو پرخلاف وباله .

د بلخ د عامې روغتيا رياست سرپرست وايي  چې  د سيمې د مشرانو په همکارى د دغه روغتون  د پرانستلولپاره  هلې ځلې دوام لري او په نږدې راتلونکې کې به بېرته پرانستل شي .

ويل کېږي  اوس  په بلخ کې ١٤٠روغتيايي مرکزونه  فعاليت کوي .او يواځې  همدغه روغتون تړل شوى دى .

ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته