امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر  دغبرګولي ٢٩ :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ويل کيږي د وسله والوطالبانو د ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي .
په قندهار ولايت کې دملي اردو دميشتو ځواکونو يوه مقام باخترآژانس ته وويل
چې په دغو طالبانو د افغان پوځيانو او د ناټو د ځواکونو له  خوا دپنجوايي، ژيړۍ او د سپين بولدک د ولسواليو او د قندهار ښار په مربوطاتو کې بريدونه  وشول او ووژل شول.
دملي اردو ددغه مقام دڅرگندونوله مخې: دغه قوماندانان په خپلو پټنځيوکې د يولړتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو او ووژل شول .
پرون هم درې ويشت تنه وسله وال طالبان په قندهارکې دافغان پوځيانو او د ناټو د ځواکونو دڅونښتو او دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
له دې جملې څخه په نهو تنو يې دقندهار په ګڼ ميشتولاروکې د ماين ښخولو په وخت کې دخپلو ماينونو د چاودنو له امله ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته