ټولنه

دپاکستان صدراعظم : بايد له هند سره خبرې دوام ومومي.

آسلام آباد ډى ډان باختر د تلې دمياشتې ٩
دپاکستان صدراعظم نواز شريف پرون وويل :   بايد له هند او پاکستان سره خبرې دوام  ومومي.
دپاکستان صدراعظم دملګروملتو له غونډې څخه دبيرته ستنيدو په وخت کې
  دلندن دايتروى  په هوايي ډګر کې خبريالانو ته  دملګرو ته وويل : خبرې اترې
د دوو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ  داړيکو دعادى کولو پرمختګ داړيکو يوازيني  لاره  ده.
دپاکستان صدراعظم له من منموهن سنګهه سره خپله  کتنه ګټوره وبلله وي ويل  چې د دوى په دې  په کتنه کې دمهموموضوعګانو په باب خبرې  اتري وشوې.
ده   دغه راز په بلوچستان کې دهند لاسوهنې ته  اشاره  وکړه .
دپاکستان صدراعظم دپوښتنې په ځواب کې وويل:   دتروريزم موضوع په پاکستان کې نه محدوديږي او ځينې نور هيوادونه هم  له دغو ستونزو سره مخامخ دي .
ده زياته کړه طالبانو په پيښور ښارکې  ديوې کليسا په چاودونه کې ، لاس لرل رد کړي دي  او زياته يې کړه هغه دښمنان چې ددغو بريدونو شاته دي وبه پيژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته