امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

 

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٦ :

دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونه وايي چې شپاړلس تنه وسله وال طالبان دامنيتي اوتصفيوي عملياتو په بهيرکې وژل شوي دي.

دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه ياغيان دننګرهار ، کاپيسا ، قندهار ، پکتيا ، پکتيکا  اوفراه دولايتونو په مربوطاتو کې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دافغان او بهرنيو ځواکونو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي اويوولس تنه مخالفين نيول شوي دي.

دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې  جنګي وسايل ، تبليغاتي پاڼې  او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته