سیاست

انجنیر محمد خان: د افغان حکومت مسؤلین او سیاستوال د سولې په اړه واحد دریځ لري!

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢١
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د ترکيې هیوادله سفیر اوزان ارطغرل سره  د خپل کار په دفتر کې وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وویل: ترکیه له افغانانو سره تاریخي دوستي او ډېر داسې مشترکات لري چې له مخې به یې له افغانستان سره په هره برخه په ځانګړې ډول د سولې په پروسه کې چې د دغه هېواد لپاره ډېره اړینه موضوع ده مرسته او همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر همدا راز ډاډ څرګند کړ چې هېواد یې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري چې افغان حکومت د سولې په برخه کې له شته فرصتونوڅخه ګټه پورته کړي، او د دایمې سولې لپاره خپله افغانان سره یو موټی شي.
سفیر اوزان ارطغرل ژمنه وکړه چې دوی به د پخوا په څېر له افغان حکومت سره د سولې، امنیتي، کتلوري، مذهبي، ټولنیزو، ښوونې اوروزنې اوروغتیايې برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د دواړو هېوادونو له نیکو او هر اړخیزه اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
لومړي مرستیال زیاته کړه: د افغانستان خلک له جنګړې څخه ستړي شوي، د دایمي سولې غوښتونکې دي، له همدې امله دولت په دې هڅه کې دی چې له شته فرصتونوڅخه په ښه توګه ګټه واخلي او دایمې سولې ته لاره هواره کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ترکيې سفیر ته ډاډ ورکړ چې د افغان حکومت مسؤلین او سیاستوال د سولې په اړه واحد دریځ لري، او په دې اړه له نړیوالو او د سيمې هېوادونو په ځانګړې ډول له ګاونډیانو څخه هیله کوي چې د سولې په اړه له افغان حکومت سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته