امنیت

د غور ولايت د دولينې ولسوالۍ اوسيدونکي له طالبانو سره نښته وکړه

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
د غور ولايت د دولينې ولسوالۍ په لسګونو تنو اوسيدونکي له طالبانوسره په جګړه لاس پورې کړ او دغه جګړه تراوسه پورې دوام لري.
د غور ولايت سيمه ئيزمقامات وايي چې وسله والوطالبانو نن سهار د دولينې  ولسوالۍ د شاجوى او جوى سبز په سيموکې له خلکوسره جګړه وکړه چې دغه جګړه تراوسه پورې دوام لري.
د دولينې ولسوال محمد اسمعيل رضايي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د طالبانو د نومول شوى والي ملاعبدالخالق په مشرۍ څه ناڅه درې سوه تنو وسله والو طالبانو چې غوښتل په دغې ولسوالۍ بريد وکړي؛ له بريد څخه مخکې  دشاه جوى او جوى سبز د سيمو له خلکو سره مخامخ شول.
که څه هم رضايي د دغې نښتې له امله د سر د رامنځته شوي زيان په باب څه ونه ويل؛ خو د وسله والو مخالفينو په لسګونو توغندي او د هاوان ماينونه په دغوسيمو لګيدلي دي.
د دولينې ولسوال زياته کړه: امنيتي ځواکونه دغوسيمو ته رسيدلي دي او بايد ملاتړيز ځواکونه سيمې ته واستول شي.
شاه جوى او وجوى سبز  د غور ولايت د دولينې ولسوالۍ له مهمو سيمو څخه دي چې د روان کال له پيل څخه څوځلې د طالبانوله خوا پرې بريدونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته