امنیت

دنيمروز ولايت پوليسو دنشه يي توکو دقاچاقو مخه ونيوله .

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١:
دنيمروز ولايت پوليسو   ٥٢ کيلوګرامه هيروئين   چې ايران ته قاچاق کيدل ضبط کړل  او ددغې قضيې په اړوند يې دايران يو تبعه  ونيوه.
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ٥٢ کيلوګرامه هيروئين  چې په مهارت سره  ديوه بار وړونکي موټر په ټايرونو کې ځاى پرځاى شوي و ، نن کشف اوضبط شول.
امنيه قوماندان زياته کړه ددغې واسطې چلونکى  چې محسن نوميږي او دايران  د اهواز ښار  اوسيدونکى دى  ددغو توکو دليږدونې په تور نيول شوى دى.
دنيمروز ولايت ددغه  امنيتي مقام دمعلوماتوله مخې :  نيول شوي سړي
اعتراف کړى دى  چې   دغه توکي يې  دوريښمو دپله له لارې دايران  عباس بندر ته ليږدول  خو دسرحدي سيمې دوريښمو دپله په ساحه کې  ونيول شو.
دلاور وويل : چې له نيول شوي سړي څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته