کابل باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه :
وسله والو طالبانو دسرپل ولايت دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دملي اردو د هغه سرتيرى دوه تنه خپلوان پرون ووژل چې له دوى سره په اسارت کې شپې سباکوي .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني دباختراژانس خبريال ته وويل: دملي اردو ددغه اسير سرتيرى پلار او دخاله ميړه ددغه سرتيرى دکتنې په خاطر طالبانو ته تللي و چې دهغوى له خوا ووژل شول .
ده زياته کړه چې دملي اردو دغه سرتيرى له دووکلونوراپديخوا دسرپل ولايت دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په اسارت کې شپې سبا کوي .
ويل کيږي چې وژل شوي کسان دسمنګانو ولايت دروي دواب ولسوالۍ اوسيدونکي و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ