ټولنه

اعلاميه

کابل باختر د وږي اوولسمه : دشهيدانو او دخير دکاروان داوونۍ دفضا دساتنې په مناسبت د شهيد احمد شاه مسعو دبنسټ اعلاميه . دوږي دمياشتې داتلسمې نيټې دملي اتل دشهادت او دشهيد داوونۍ دپيل دورځې په رارسيدو سره يوځل بيا دهغو کسانو دخاطرو درناوى کوو چې دخداى او دګډ دښمن په وړاندې دګډکور افغانستان ددفاع په لاره کې په يوه واحد سنګر کې خپل سرونه قرباني کړل او له دې امله ددغو ورځو تکريم دې بايد په غوڅه توګه دهمغږى ، همکارى ، نظم ، معنوعيت ، خپګان او دارامۍ او چوپټيا په فضا کې تيرې شي په تيره بيا دهېواد دملي اتل رښتينو لارويانو ته په کار ده چې داحمد شاه مسعود داخلاقو په پيروى چې دهغه شخصيت يې جوړاوه دغه ورځ ونمانځي له ټولو ګرانو او بادرکو ځوانانو څخه غواړو : _ اجازه ورنه کړئ چې دمليونونو تنو شهيدانو دغه ستر ميراث په غلط فهمي ، احساساتو ، اغيزې مننې او په منفي ذهنيت سره په اګاهانه يانه اګاهانه ډول انحراف کړي اوخلکو ته غلط تصوير او تصور ورکړي . _ اجازه ورنه کړئ عناصر او کړۍ ، دپردي تر څټ په ماجراغوښتنو سره دتاسو ځوانانو له تاوده شتون او پاک زړه څخه ستاسو دتيرو کسانو د ميراث په بدنامولو سره دخپلو مقصدونوپه خاطر کار واخلي . _ له دې امله هغه څه چې په ټينګار سره هيله اوغوښتنه لرو داده چې په نامنظمو لاريونونوسره خداى مه کړه خلکو ته دويرې او تنفر او داذيت احساس پيدانه شي چې په بشپړه توګه دملي اتل له شخصيت سره په تضاد کې دي او دشهيدانو روح سخت ځوروي . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته