ټولنه

په بلخ کې دبنګاله داوبو له بند څخه ګټه اخستنه .

کابل باختر د زمري  اوومه :
په بلخ ولايت کې دبنګاله داوبو بند په دې وروستيو وختو کې د هېواد دانرژۍاو اوبو دوزير انجنير علي احمد عثماني په ګډون پرانستل شو .
دانرژۍ  او اوبو وزارت داسيادپرمختيا بانک په مالي  همکارۍ او دهېواد داوبو دمنابعو دپرمختيا لپاره  د پانګونې پروګرام دغه بند جوړ کړى دى .
دغه بندر نهه اعشاريه شپږومليونو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى . او دبلخ جوزجان په ولايتونوکې کابو دوه سوه زره هکتاره کرنيزې ځمکې  ته اوبه برابروي .  دهېواد په شمال کې داسيا دپرمختيا بانک دپروژو دمسوول انجنير فريدون  عظيمي باختراژانس  ته وويل له دغې پروژې  څخه کابو ديرش زره کورنۍ په مستقيم ډول  ګټه اخلي دغه بند  دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې موقعيت لري . او دجوړولو کار يې د ٢٠١٤ کال دنوامبر دمياشتې په پنځه ويشتمه نيټه پيل او د ٢٠١٦ ميلادي کال دنوامبر دمياشتې په  ٢٥ نيټه پاى ته ورسيد .
   دانرژۍ او اوبو وزير انجنير علي احمد عثماني له دغې پروژې څخه دګتې اخستنې په مراسمو کې دبنګاله بند او داوبه دانسان ډيره اساسي اړتيا وبلله .
دانرژۍ او اوبو وزير   داوبو دمنابعو اهميت ته په  اشارې سره ددغه بند دمنابعو په برخه دانرژۍ او اوبو وزارت پلان بيان کړ اوڅرګنده يې کړه چې د انرژۍ او اوبو وزارت دافغانستان داوبو د ټولو څانګو لپاره پلان لري .
انجنير عثماني په هېواد کې داوبو دمنابعو اهميت ته په پاملرنې سره دشمال په حوزه کې داوبو سرچينې مهمې وبللې ، دانرژۍ او اوبو وزير  دبهرنى پانګې دجذب او دخصوصي سکتورپه برخه کې ددغه وزارت پروګرامونه بيان کړل .
دانرژۍ او اوبو وزارت داوبو دمنابعو دپرمختيا لپاره دپانګونې دپروګرام داسيا دپرمختيا بانک  دعمومي اړيکو مسوولې وحيدې صمدي باختراژانس ته وويل چې د انرژۍ او اوبو وزارت داسيا دپرمختيا بانک په همکارۍ  داوبو لګولو دسيستمونودجوړولو په سلګونو نورې پروژې طرحه او عملي کړې دي .
  داسيا پرمختيايي بانک دکابو پنځه ديرشو مليونو ډالرو په لګښت په بلخ ولايت کې داوبو کابو څلور سوه پروژې  عملي کړې دي چې دخلکو اوسيمې دمسولانوله تاوده هرکلي سره مخامخې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته