امنیت

دنيمروز په ولايت کې دپوليسو له خوا دديرشو کيلوګرامو هيروئينو کشف

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
دنيمروز ولايت پوليسو تيره شپه دهيروئينو ديرش کيلوګرامه پوډر  کشف او ضبط کړل. 
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ   له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت سرپرست محمد  اسمعيل  دباختر اژانس خبريال ته وويل، دغه هيروئين ددغه ولايت دکنګ ولسوالۍ دماککي  کلي داستوګنې په يوه کور کې دپوليسو دعملياتو په پايله کې کشف اوضبط شوي دي .
ويل کيږي چې دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى اودکور خاوند دپوليسو له رسيدومخکې تښتيدلى دى .
ديوبل خبر له مخې، دزرنج  په ښار کې  ديوې ترافيکي پيښې  په پايله کې يو څلورکلن ماشوم وژل شوى اويو تن بل ټپى شوى دى .
  دنيمروز ولايت  دترافيکو مدير دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه پيښه دوو کرولا موټرو دټکر له امله چې  رامنځته شوې  وه  زيانمن شوي کسان يې په يو ه موټر پورې اړه لري .
ويل کيږي چې ديو کرولا موټر چلوونکي پوليسو نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته