اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوه نیمو میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه، له دوه نیمو میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور شول.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په منظور شویو قراردادونوکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت اړوند له ازبکستان هېواد څخه د ۱۰۰ زره میټرک ټنه غنمو د تدارک د بیې د زیاتوالي د تعدیل قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند په نهو زونونو او نهو برخو کې د کانالیزاسیون او اوبو رسونې سیستم د ساتنې او بیارغونې پروژه، د ملي دفاع وزارت اړوند په اوو ولایتونو کې د ملي اردو د ساحوي قول اردوګانو د مرکزي واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ ۱۳۵ قلمه لوښو او پخلنځي سامان تدارک او د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د ملي اردو د ساحوي، مرکزي ادارو، موسساتو، واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو د قرارداد تدارک او داسې نور، د فواید عامې وزارت اړوند د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژې قرارداد سربېره د کابل ښاروالۍ د ګردنه سخي د سړک د پخولو پروژې قرارداد شامل دی.
همداراز د ملي تدارکاتو کمیسیون د کورنیو چارو وزارت اړوند دوه قراردادونه د تخنیکي ستونزو له کبله بېرته وروګرځول. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۳۹۶ مالي کال په دې لومړۍ اوونیزه غونډه کې د ملي دفاع  او فواید عامې وزارت اړوند ځینې تړونونه په مشروط ډول منظور کړل. په دې غونډه کې  اقتصاد وزارت او د زیربناو په چارو کې د جمهوري ریاست  ستر سلاکار ته دنده وسپارل شوه چې د فواید عامې وزارت اړوند د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژې د ګټونکي شرکت د کلیدي کارکوونکو خلص سوانح دې واروزول شي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې نوبتي غونډه کې د کمیسیون او د ملي تدارکاتو ادارې پر غړیو سربېره د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون، د مشرانو جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمیسیون، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته