امنیت

درې تنه دنشه يي توکو د پلورنې په تور په بند محکوم شول.

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
يو تن د نشه يي توکو دپلورنې په تور  نن  دهرات  د ښاري ابتدائيه محکمې له خوا په درې کاله بند محکوم شو.
د هرات د ښاري  محکمې رييس قضاوتمل غلام رسول منصور  وويل :  ددغه سړي دوسيه  د عامه امنيت د ديوان په قضايي علني غونډه کې  وڅيړل  شوه.
دغه سړى  چې  پخوا هم دنشه يي توکو دپلورنې په تور  دمحکمې له خوا په  بند محکوم شوى و ، له  جيل څخه له خوشي  کيدو وروسته  په هرات ښارکې دنشه يي توکو دپلورنې په وخت کې  نيول شوى دى او اوس هم  په درې کاله بند محکوم شو.
په دې غونډه کې دپشتون پله  دهوټل ا جاره دار اود هغه شاګرد  روږدو کسانو ته  دنشه يي توکو  دپلورنې   او دغير قانوني دوسلو  دساتلو په تور هر يو يې په  دريو دريو کلونو بند محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته