خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغانان بايد د نورو په جګړو کې د خلکو د لاس آله نه شي

کابل، د زمري٢٦ مه، باختر

افغانان د هيڅ نيابتي جګړې لپاره د لاس آله نشي کېداى او دغه راز اجازه نه ورکول کېږي له هغو پوځي تجهيزاتو او امکاناتو چې په افغانانو پورې اړه لري په هغه جګړه کې چې په دې پورې مربوط نه دى استفاده وشي.

د باخترآژانس مبصرليکي: يوه جګپوړي روسي ديپلومات ادعا کړې، چې امريکا د افغانستان د زرګونو پخوانيو پوځيانو په لېږدونې سره هڅه کوي چې له هغو څخه د روسيې پرخلاف د اوکراين په جګړه کې استفاده وکړي.

هغه دغه  راز ويلي چې امريکا تصميم  نيولى د افغانستان پخوانۍ اردو څخه پاتې شوې الوتکې او تجهيزات چې د تاجکستان او ازبکستان له خوا مصادره شوي دي  اوکراين ته ورکړي.

له دغو خبرو داسي ښکاري چې افغانان په هغه جګړه کې د خلکو د لاس آله ګرځول کېږي چې په دوې پورې اړه نه لري.

که چېرې دا ادعا سمه وي چې امريکا غواړي د افغانستان د پخواني رژيم الوتکې او تجهيزات چې اوس په تاجکستان او ازبکستان کې په امانت ډول ساتل کېږي، نورو ته ورکړي، د افغانستان د خلکو حق تر پښولاندې کول او نورو ته د افغانانو د ملي شتمنيو بخښل دي.

هیله دا ده چې افغانان په ځانګړې توګه هغه سرتېري چې له هېواده بهر دي د مسایلو په اړه معقوله تګلاره ولري، په نړیوالو شخړو کې د خپل ځان او هېواد ګټې و ارزوي

او داسي کار ونه کړي چې د نورو ګټو لپاره وسيله وي او خپل ځان له خطرسره مخ کړي.

دغه راز لازمه ده هغه هېوادونه  چې له نورو سره  په شخړه کې ښکيل دي د نورو هېوادونو د وګړو له ناوړه حالت څخه استفاده ونه کړي او له هغوى څخه د خپلو ګټو  په خاطر په وسله والو جګړو کې استفاده ونه کړي، دا کار ددې ترڅنګ چې له نړيوالو معيارونو سرغړونه ده له بشري حقوقو څرګنده  سرغړونه هم ده.

له بله پلوه د افغانستان هغه الوتکې او تجهيزات او امکانات  چې د اسلامي امارت له بيا برياليتوب وروسته له افغانستان څخه ايستل شوي دي د افغانانو شتمني او ملکيت دى، چې په هېڅ  نامه  د معاملې وړ نه دى، هغه هېوادونه چې د افغانستان الوتکې او پوځي تجهيزات په امانت ډول په واک کې لري بايد د افغانستان د خلکو له دغه امانت څخه ښه ساتنه وکړي او د هغه په نسبت مسوولانه چلند ولري او هغه بېرته افغانستان ته وسپاري.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا