ټولنه

دتخار دوالي دمرستو په دوام له امنيتي ځواکونوسره روژه ماتې وکړه .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
  دتخار دوالي ډاکتر محمد ياسين  ضيا دروژه ماتې دسترخوان د اشکمش  ولسوالۍ دجګړې په  سنګرونو کې درښتينو  ساتوونکو خدمت ته وغوړول شو  .
دتالقانو له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دتخار والي دتل په شان درحمت په مياشت کې دجګړې په لومړي کرښه کې داصيلو مدافعانو پوښتنه وکړه .
ده چې دخلکو له رښتينو ساتوونکو سره دروژه  ماتې په دسترخوان کې حاضر و ددښمن په وړاندې جګړه کې ددوى ميړانې  او سرښندنې  وستايل او هغوى يې دهېواد رښتينې  مدافعان وبلل .
دتخار والي دهېواد او دملي نواميسو دفاع ملي وجيبه وبلله او له سرتيرو څخه يې وغوښتل چې په سنګرونوکې دخپلو پنځه ګونو لمونحونو  په اداکولو سره ددښمن دځپلو په خاطر دعا وکړه ځکه دپت او عزت دفاع او دهغه ملاتړ د الله ( ج )  له عبادتونو  څخه بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته