امنیت

په بدخشان کې دطالبانو دسر دروند زيان

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
لس تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې دجګړو په بهيرکې ووژل شول  او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړې  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دوردوج او خاش دولسواليو په مربوطاتو کې  دطالبانو اوپوځيانو ترمنځ ونښتې .
په بدخشان ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو  جګړو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او يوشمير نور ټپيان شول.
ده  وويل طالبان کله چې په  ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و د پوځيانوله خوا   پرې بريد وشو.
دغه راز په بدخشان ولايت کې دطالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه.
دبدخشان دپوليسو يو مقام وايي په دغې ډيپو کې په لسګونو  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته