۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال: د رايو د باطلولو بهير سبا پيليږي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال وايي چې د رايو د باطلولو بهير سبا په عملي توګه د څيړل شويو رايو د څيړنې له لست سره پيليږي .
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د رايو د باطلولو بهير به په اتو کاري پړاونوکې ترسره شي چې دغه بهير د څيړنو له لست او د نتيجو له پاڼو څخه د عکس له اخستلو څخه پيل او د شپږو نورو پړاونو له تيريدو او د ثبت او د اطلاعاتو د زيرمه کولو له پړاو وروسته د رايو د باطلولو پړاو پاى رسيږي او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ دغه بهير په عملي ډول پيل شي.
ټاکل شوې وه د رايو د پلټنې او څيړنې بهير په دريو اوونيوکې بشپړ شوى واى، خو د دوو انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو ترمځ د ناندريو په رامنځته کيدو سره څوځلې د څيړنې او پلټنې کار وځنډول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته