ټولنه

افغانان چاته اجازه نه ورکوي چې دډيورنډ په کرښه کې خنډونه جوړ کړي

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
دکونړ ولسونه او افغانستان ځواکونه به پاکستان ته اجازه ورنکړي د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن سيمان وغځوي او یا نورخنډونه جوړ کړې
دکونړولايت امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت باختر اژانس ته وویل: په ناړۍ ولسوالۍ کې ټول افغان امنیتي او  دفاعي ځواکونه دپاکستانی پوځیانو په خلاف حګړې ته پوره چمتووالی لرې او پاکستان ته به اجازه ورنکړې چې هلته د ډیورنډ په نا منل شوي کرښه اغزن سيمان وغځوي ،دروازې او یاهم نورې خندونه جوړ کړي
هغه وايي دوي ته د افغانستان دجمهوررييس محمداشرف غني هغه امر هم رارسیدلی که چیرته پاکستاني ځواکونو په افغانانو او یاهم دکونړ پرخاوره برید وکړي او یاهم په زوره دغزن تار غځولوته هڅه وکړي باید خوله ماتونکی ځواب ورکړې .قوماندان وايي له دوي سره دسیمې ولسونه هم پوره همکار دي او په تیرو وختونو کې يي هم له خپلې او خاورې په پوره زړورتیا ساتنه کړې او بیابه هم دې شپیڅلې دندې ته دوام ورکوي
دکونړد ولایتي شورا منشي حاجې شیرزمین وویل ولسونه دخپل حکومت ترڅنګ ولاړ دي او پاکستان نشي کولی چې دپولې دواړو خواوته پرته ولسونه له یو بل جلا کړې ،که چیرې هغوي دا فکر کوي چې دجعلې کرښو په ویستلو او داغزنو سيمانو په غځولو به د ډیورنډ کرښه رسمې کړې نو ستره تیروتنه کوي او هیڅکله به یي هم دا ارمان پوره نشي
ملک شیرزمین وویل دپولې هغې غاړي ولسونه هم دغه کرغیړنه کرښه نه غواړې او پاکستاني حکومت يي څو ځلې ویلي چې داغزنو سيمانو غځولو او دروازو لګولو تیر شوي خو هغوي وايي چې دوي ته مرکزي حکومت حکم کړی چې باید د ډیورنډ په کرښه خنډونه جوړ کړې
حاجې شیرزمین خان وايي : ددیوالونو او،دروازو جوړولو او اغزن سيمانوغځولو ته اړتیا نشته خو پاکستان حکومت ته پکار دي چې په رښتونې بڼه او په اخلاص دتروریزم خلاف جګړه کې برخه واخلي او دافغانستان ددولت دوسله والو مخالفانو له روزلو او تمویلولو دې لاس واخلي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته