فرهنګ

دګرځندوى دنړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې دعکس نندارتون جوړ شو .

کابل باختر دتلې دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مالي اداري او ګرځندوى  معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي نن دعکس هغه نندارتون پرانست چې د ګرځندوى دنړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا  دچشم سوم  دفوتو ژورناليزم دمرکز په همکارۍ  په ملي نګارستان کې جوړ شوى دى .
  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى  معينې وويل  دغه نندارتون دګرځندوى  دنړيوالې ورځې په مناسبت  جوړ شوى دى او په هغه کې دچشم سوم  دفوتوژورناليزم دمرکز  دهنرمندانو  دعکاسي شپږ  ديرش  اثار نندارې  ته وړاندې شوې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته