(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)(PS)ټولنه

افغانتور دولتي شرکت، د قرغې بند په ساحه کې د نیالګيو کېنولو پروګرام جوړ کړ

کابل، د کب ۲۱مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانتور دولتي شرکت، نن د قرغې بند په ساحه کې د نیالګيو کېنولو پروګرام جوړ کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د افغانتور رئیس محمد نبي بها، په خپلو خبرو کې، د قرغې سیمه د هېواد په کچه د داخلي او خارجي سیلانیانو لپاره د سیاحت لپاره ډېر ښه ځای وباله او ويې ویل چې په دې سیمه کې د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو د سمسورتيا په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي او د افغانتور دولتي شرکت هم غواړي چې په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.
هغه پر هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو غږ وکړ چې د هېواد د سمسورتیا په برخه کې دې خپله ونډه ترسره کړي او په خپلو ساحو کې دې نیالګي کېنوي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري رئیس شیخ حسن حقاني، ځنګلات او سمسورتیا په یوه هېواد کې تر ټولو مهمه برخه وبلله او ویې ویل: په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ ځنګلات، باغونه، تفریحګاوې او سیاحتي ځایونه خراب شوي دي او اوس د دې وخت دی چې لاسونه سره ورکړو او خپل هېواد په خپلو لاسونو جوړ او سمسور کړو.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې، د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې ده د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره، ۳۴.۵ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي په ټول هېواد کې ووېشل شي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا