امنیت

دهېواد په جنوب کې دنويو نښتو له امله دوسله والو طالبانو دډلې دلسګونو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دهېواد په جنوب کې دنويو نښتو له امله دوسله والو طالبانو دډلې په لسګونو تنه غړي ووژل شول  او په لسګونو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  دغه راز په دغو پراخو نښتو کې دوه ويشت تنه پوځيان شهيدان اوڅه ناڅه پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي .
جګړې هغه وخت ونښتې چې دوسله والو طالبانو دډلې  په لسګونو تنو غړو له څو استقامتونو څخه دهلمند او قندهار دولايتونو ترمنځ ساحه کې  په يوې امنيتي اډې بريدونه وکړل .
دقندهار دوالي وياند ضيا دراني باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دڅو تنو قوماندانانو او دبهرنيو جګړه مارانو په ګډون پنځه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅه ناڅه پنځه ديرش تنه نور ټپيان شول .
  ده په دغو نښتو کې ددوه ويشتو تنو پوځيانو شهادت هم تاييد کړ او ويې ويل چې په دغونښتو کې پنځلس  تنه نور طالبان ټپيان شوي دي  وسله والو طالبانو ددغو بريدونو په بهير کې  په لسګونو توغندي توغولي دي چې له امله يې څو تنو کليوالي اوسيدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
   جګړې دتير ې شپې  داتوبجو په شاوخوا کې ونښتې او دکومکي ځواکونو په رسيدو او دطالبانوپه ماتې سره دشپې په دوو بجو پاى ته ورسيدې .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته