(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام دفتر په لوی ریاست کې نوې ګومارنې ترسره شوې

کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
په چارو کې د ښه والي ، سمون او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه یو شمېر مسلکي او په کار پوه شخصیتونه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزرا د عالي مقام د دفتر په عمومي ریاست کې په دندو وګومارل شول.
د ریاست الوزرا د مقام دفتر د لوی ریاست په وړاندیز او د ریاست الوزرا د مقام په منظورۍ مولوي صالح محمد مصلح د سیمه يیزو مطالعاتو او راپور ورکونې د ریس په توګه، مولوي نظر محمد میرویس د دفتر ریاست د داخلي تفتیش د رئیس په توګه او مولوي حبیب الله د ولایتي همغږۍ په چارو کې د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په توګه په دندو وګومارل شول .
دغه کسان د ۱۴۴۴ قمري کال د ذی القعدې الحرام میاشتې په ۱۵مه نېټه د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د مرستيال مولوي احمد الله متقي او د دفتر د عمومي ریاست د بشري سرچینو د رئیس مولوي محمد داود محمدي لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادو ادارو کارکوونکو ته ورپېژندل شول.
د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست مرستيال مولوي احمد الله متقي په تېرو دندو کې د یادو کسانو د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ دوی ته په نویو ورسپارل شویو مسولیتونو کې د بریا هیله وکړه.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا