امنیت

ديرش تنه وسله وال طالبان دجوزجان اوبغلان په ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
ديرش تنه وسله وال طالبان په ځينو ولايتونوکې دملي اردو دځواکونو دگدو عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي دغور ولايت په مربوطاتو کې او دجوزجان ولايت داقچې  ولسوالۍ او د شبرغان ښار ترمنځ   دظفر پنځه په نامه دملي اردو دځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ديرش تنه ټپيان او ددغې ډلې اووه ويشت تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه  وسله ، پنځه موټرسايکلونه او دوه کرولا او سراچه ډوله موټرونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .  دبغلان ولايت دسرخ کوټل او ډنډغوري  په ساحو کې دهوايي قوتونو په ملاتړ دنويد په نامه ددغو ځواکونو ګډو عملياتو پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دغه راز دتندر په نامه دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه د کندز ولايت دمرکز جرګذر ملرغى ، نويان ، جنزايي  ، پهلوان نظ،ر  موضد او وروزي کليو  تصفيه او پاک شوي دي او دطالبانو په مهمه قرارګاه کې  بلنداژونه ويجاړ او په دغې قرارګاه کې ددښمن ٣٧ ريموټ کنترول  ماينونه ، يوه تونس ډوله موټر ، درې موټرسايکلونه ، سل جورې دريشي ، لس پوځي زانو بندونه او دسپکې وسلې يوه اندازه ګولۍ له منځه وړل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته