ټولنه

د شمال ختیځ برېښنا ملي شبکې سیستم د تطبیق د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د  مرغومي  نهمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د شمال ختیځ برېښنا ملي شبکې سیستم د تطبیق پروسې دڅرنګوالي د ارزونې غونډه نن له غرمې  وروسته په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت معین انجینر محمدګل خُلمي د یاد سیستم او په کابل، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د برېښنا لېږد مزي په مسیر کې د شته موانعو لکه ونو او کورونو په اړه خبرې  وکړې او د تطبیقي پلان په اړه یې معلومات ورکړل.
هغه وویل، د دې پروژې د تطبیق موخه د کابل ولایت ارغندي سب سټیشن څخه د لوګر پل عالم او ګردېز سب سټیشنونو ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي پروژې غځول دي. هغه زیاته کړه د شمال ختیځ برېښنا ملي شبکې د لېږد په مسیر  کې د ۲۴۷ ستنې درولي شوي او په مجموع کې د دې شبکې ۹۴ سلنه کار بشپړ شوی دی.
وروسته د افغانستان برېښناشرکت رئیس امان الله غالب، د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو والیانو او د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې او د یادې پروژې د تطبیق په خاطر یې د اړوندو ارګانونو او ادارو  د چمتووالي، د موانعو د لېرې کولو او په دې برخه کې دخلکو د همکارۍ په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، پروژو او د هغوی په ډېزاین کې باید لازم دقت وشي چې منفي تاثیرات یې د امکان ترحده راکم شي. هغه زیاته کړه زېربنایي وزارتونه دې ګډ کار وکړي او په پروژو کې باید وضاحت او منظم مدیریت موجود وي.
جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه، د مالي منابعو او استملاک په اړه دې له مالیې وزارت او د ځمکو خپلواکې ادارې سره خبرې وشي چې د شمال ختیځ برېښنا ملي شبکې سیستم د تطبیق پر وړاندې شته ستونزې حل شي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته