سیاست

د آلمان د پرمختيايي پروګرامونو اداره د عدليې وزارت د تقنين له رياست سره همکاري کوي

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د عدليي وزير ډاکتر عبدالبصير انور نن د آلمان د پرمختيايي پروګرامونو د ادارې له رييس سره وکتل .
د باخترآژانس د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د عدليې وزيرله افغانستان سره د دغې موسسې د ادارې د همکاريو او د آلمان او افغانستان د ښو تاريخي اړيکو له امله قدرداني وکړه .
دغه راز د آلمان د پرمختيايي پروګرامونو د ادارې رييس له افغانستان سره د دغې موسسې د همکاريو يادونه وکړه او ويې ويل: موږ دکابل په ګډون د افغانستان د شمال په شپږو ولايتونوکې فعاليت کوو او د عدليې وزارت په لومړي ګام کې زموږ د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري او زموږ راتلوونکې همکاري د ښځو او د کورنيو چارو له وزارتونو او د مدافعو وکيلانو له خپلواکې ټولنې سره ده .
د عدليې وزير د دغې موسسې له رييس څخه وغوښتل چې د تفنيني ستاژ پروګرامونو د جوړولو په برخه کې دې د عدليې  له وزارت سره همکاري وکړي .
دغه راز د عدليې وزير زياته کړه: زه غواړم د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه چې د جيل حيثيت لري؛ هغه پالنځي بدل کړو. 
دغه راز د ماشومانو د ساتنې لپاره معياري مرکزونه هم نه لرو، هيله لرم په دې برخه کې هم د عدليې له وزارت سره همکاري وکړئ. په دې خاطر چې دماشومانوپه مرکزونوکې  د اصلاحاتو راوستل زما لومړنۍ سل ورځنې پلانونه دي.
ده زياته کړه: سربېره پر دې د خپل دويم سل ورځني پروګرام له مخې هوډمن يم چې سياسي ګوندونه له فرقه يي او کورنيو ګوندونوڅخه په ملي ګوندونو بدل کړو چې بايد په دې برخه کې ګوندونو ته تريننګ ورکړى شي چې په ټولنه کې کارنده ونډه ولري . له دې امله د ګوندونو د روزنې په برخه کې هم هکاري غواړو.
په پاى کې د آلمان د پرمختيايي پروګرامونو د ادارې رييس وويل: څرنګه چې  د قانون د واکمني ملاتړ زموږ دپروګرامونو يوه برخه ده؛ په همدې لحاظ موږ د تقنيني ستاژ د پروګرام په جوړولوکې له تاسو سره همکاري کوو؛ خو په نورو طرحه شويو ساحوکې به له غور او دقت وروسته په راتلوونکې سلامشورې وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته